کابل ولایت د کلکان ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ
د کابل ولایت د کلکان ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ په ۱۳۹۹ هجري لمریز کال تاسیس شو چې د عمومي کرنې په څانګه کې له لسم (۱۳) څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي پورې د (انسټیټوټ دوره) کې زده کړیالانو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو زمینه برابره وي.
اساسي (زیر بنایي) معلومات:
دا انسټيټوټ خپلواکه ودانۍ نلري او خپل ښوونیزې چارې په (۸) درسي او اداري خونو کې ترسره کوي او د برښنا او ورزشي ډګر په امکاناتو سمبال انسټیټوټ دی.
د جوړښت اړوند معلومات:
دکابل ولایت دکلکان ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ په ټوله کې(۶) تنه رسمي کارکونکي لري چې (۲) استادان، (٢) اداري کارمندان، او (۲) تنه خدماتي کارکونکي پکې شامل دي.
د جنسیت له مخی استادانو په اړه عمومي معلومات :
ياد انسټيټوټ دوه تنه استادان لري چې د نارینه طبقې څخه دي.
تحصیلي څانګې:
نوموړی انسټيټوټ (١) څانګه، د (عمومي کرنې ) څانګه لري چې اوس مهال (١٤٧) تنه زدکړیالان په یادې څانګې کې پر زدکړو بوخت دي.
بدل اعاشه:
دیاد انسټيټوټ د (١٤٧) زدکړیالانو له جملی څخه (٢٠) تنه زده کړیالان د بدل اعاشې په لست کې شامل دي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه ده چې د مسلکي زده کړو له لارې د هیواد د اوسیدونکو لپاره د کار په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.
دغه اداره د بشري ځواک د پراختيا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هم هلې ځلې کوي.