کندهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو ته 10 زره ټوکه کتابونه ورسېدل

کندهار ولایت ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو لپاره څه باندې 10 زره ټوکه نوي چاپ شوي کتابونه ورسېدل.
دا کتاب د کرنې، ادارې او سوداګرۍ، کمپیوټر ساینس او ساختماني انجینرۍ د بېلابيلو ټولګیو زده کونکو لپاره دی.
نوي چاپ شوي کتابونه د نورو ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ته استول شوي او ویشل شوي هم دي.