د تخار تخنيکي انسټیټوټ زده کړیالانو د فراغت مراسم ترسره شول
د تخار د تخنیکي انسټیټوټ د فارغانو د فراغت غونډه ترسره شوه.
سږ کال د تخار تخنيکي انسټیټوټ د برښنا انجنيري، ساختماني انجينري، کمپيوټر ساينس او همدارنګه د ماشين انجينري له څانګو څخه شاوخوا ٦٠ تنه زده کړیالان فارغ شول.
د دغو زده کړیالانو د فراغت په مراسمو کې د هغوی کورنیو، چارواکو او دیني عالمانو ګډون کړی و.