د تخنيکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د برښنا سپمولو په اړه د عامه پوهاوي سيمينار جوړ شو
په تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره کې د برښنا شرکت د کارکوونکو لخوا د برښنا د سپما په اړه د عامه پوهاوي سیمینار جوړ شو.
په یاد سیمینار کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارکوونکو ګډون کړی و.
په دغه سیمینار کې د برشنا شرکت کارکوونکو د هېواد د انرژۍ سکتور د وضعیت او د برښنا د سپما پر اهمیت د خبرو په ترڅ کې له برښنا څخه په سمه توګه استفادې په اړه لازم معلومات وړاندې کړل.
