د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په کابل کې د کڼو لپاره د مسلکې زده کړو د لېسې ستونزې وڅېړلې
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت په کابل کې د کڼو لپاره د مسلکي لېسې د استادانو، زده کوونکو او د هغوی د والدينو په ګډون په يوه غونډه کې د یادې لېسی ستونزې وڅېړلې. ښاغلي شهامت د کڼو لپاره د مسلکی عالی لیسې د ښوونکو هڅې وستایلې او ویې ویل: «موږ د کڼو خلکو پر وړاندې ستر مسوولیت پر غاړه لرو».
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وويل، چې د کڼو لپاره د مسلکی زده کړو لېسه د دې ډلې د ملاتړ په موخه انسټیټوټ ته ارتقا ورکړل شوې ده.
هغه زیاته کړه، د زده کوونکو د تګ او راتګ ستونزه هواره شوې او د څښاک پاکو اوبو ته د دوی لاسرسي ستونزه به ډېر ژر حل شي.
بیا یو تن زده کوونکی د نورو زده کوونکو په استازیتوب خبرې وکړې او په رسنیو کې یې د کڼو لپاره د ځانګړي پروګرام د جوړولو غوښتنه وکړه.
د زده کوونکو والدینو هم د کابل د کڼو مسلکي لېسې د خدمتونو د ښه والي په برخه کې ستونزې او وړاندیزونه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست سره شریک کړل.دوی د کڼو لپاره د مسلکي څانګو د جوړولو غوښتنه وکړه، څو له فراغت وروسته کار وکړي.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زده کوونګو او د هغوى والدينو غوښتنې او وړانديزونه واورېدل او ويې ويل، چې په رسنيو کې د کڼو لپاره د ځانګړي پروګرام د جوړولو په موخه د ملي راډيو او تلويزيون له رييس سره خبرې کوي.
ښاغلي شهامت د کڼو مسلکي لېسې د نصاب پر بدلون ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د مسلکی څانګو له جملې به خیاطی په دغه لیسه کی جوړه شي.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه، چې د کڼو لیسې د زده کوونکو تګ او راتګ ستونزې د حل په موخه به ژر تر ژره په اداره کې له شته موټرو کار واخلي. د کابینې د پرېکړې له مخې به راتلونکي کال کې د کڼو زده کوونکو لپاره ځانګړي موټرونه توظیف کېږي.
