د مؤسساتو له لوري په هیواد کې د نابینایانو "روښان زړو" څخه په هراړخیز ملاتړ ټینګار

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۵:۵۷

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، «د افغانستان د نابینایانو رفاهی او خدماتي مؤسسې» سره په همکارۍ د یوې غونډې په ترڅ کې د لید نیمګړتیاو لرونکو وګړو څخه پر هراړخیز ملاتړ ټینګار وکړ.

په يادې غونډه کې چې ددې قشر څخه د ملاټر په مناسبت جوړه شوې وه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د استازو ترڅنګ د معلولیت لرونکو وګړو یو شمیر نورو ملاتړ کونکو بنسټونو استازو هم ګډون درلود.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ځانګړو زده کړو آمر په دې پروګرام کې وویل چې دغه اداره ژمنه ده ترڅو د ټولنې ټولو قشرونو ته د غوره ښوونیزې زمینې برابرې کړي.

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د هیواد په ۲۹ ولایتونو کې ۳۱ فعال د ځانګړو زده‌کړو مرکزونه لري، چې اوس مهال ګڼ شمیر د لید او اوریدلو معلولیت لرونکي وګړي پکې په مسلکي زده کړو بوخت دي.

د ځانګړو زده کړو آمر همدارنګه د لید نیمګړتیاو لرونکو وګړو پر هراړخیز ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هڅه کوي چې په هیواد کې د دې وګړو د ودې او روزنې لپاره د معیاري زده کړو زمینه چمتو کړي.

په ورته وخت کې، نورو ویناوالو هم په دې پروګرام کې د وینا پرمهال معلولیت لرونکو وګړو ته د ښوونیزو فرصتونو په برابرولو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له هلو ځلو څخه ستاینه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۰
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او وردګو پوهنتون ترمنځ علمي همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او د دغه ولایت د وردګو پوهنتون ترمنځ د علمي همکاریو د پراختیا په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو. دغه هوکړه‌لیک د وردګو پوهنتون د علمي او محصلانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۱۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ۸ زونونو د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام جوړ کړ. په دې پروګرام کې د هېواد د تخنیکي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۱:۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان او ایران ګډې خونې ترمنځ د همکاریو پراختیا

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یوه پلاوي، له خصوصي سکټور او اقتصادي بنسټونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په موخه، د افغانستان او ایران د ګډې خونې له مشرتابه سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې. . .

BACK TO NEWS