د گرمسیرو سيمو د تخنيکي زده کړو په مرکزونو کې د نهايی آزموینې لړۍ دوام لري

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۸ - ۱۰:۲۶
TVETA

د ګرمسېرو سیمو او ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریتونو مسوولین د ۱۴۰۴ کال د څلورم او دویم سمسټر د نهایي آزموینې د دوام خبر ورکوي.

دغه آزموينه د غويی میاشتې له پنځلسمې نیتې څخه پيل او د همدې مياشتې تر پايه به دوام وکړي.

د دې ازموینو پیل د زده کړییز کیفیت ده ښه والي، د زده کونکو علمي ظرفیت په سمه توګه ارزونه او د راتلونکو فارغانو لپاره د غوره زمینې د برابرولو په برخه کې د ښوونیز تقویم د اغیزمن پلي کولو او د ښوونیزو مرکزونو د ژمنتیا نښه ده.

د يادونې وړ ده، چې د ګرمسېرو سيمو د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونه په ننګرهار، کونړ، فراه، بغلان، کندهار، هلمند، هرات او لغمان ولايتونو کې شامل دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

BACK TO NEWS