د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او ناروې کمیټې ترمنځ دوه اړخیزه غونډه ترسره شوه
د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په یاد ولایت کې د ناروې کمیټې له ولایتي مسؤلینو سره دوه اړخیزه ناسته تر سره کړه.
یاده غونډه د ګډو همکاریو د پراختیا او د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د غوره ښوونیز چاپیریال د رامینځته کولو په موخه ترسره شوه.
په دې ناسته کې، په پکتیا ولایت کې د اوریدلو او لید معلولیت لرونکو کسانو د پیژندنې او سروې کولو د څرنګوالي په برخه کې د ناروې کمېټې د فعالیتونو د پیل په اړه هم بحث وشو.
د یادونې وړ ده چې د ناروې کمیټه، د هیواد په یوشمیر ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د ځانګړو زده کړو په شمول په بیلابیلو برخو کې همکاري کوي.