د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې له خوا د کار موندنې او کار پنځونې سیمینار پیل شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۴:۵۴
د کار پنځونې سیمینار

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د برنامو د څیړنې او تضمین کیفیت ریاست د کار موندنې او کار پنځونې د مهارتونو سیمینار جوړ کړ.

په دې سیمینار کې د کابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو شاوخوا ۲۰ تنه استادانو ګډون کړی ، چې په یاد سیمینار کې په استادانو ته د زده کوونکو د کار موندنې د ظرفیت لوړولو او د کار موندنې د څرنګوالي په اړه د پنځو ورځو لپاره روزنه ورکړل شي.

د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې محترم مولوي غلام سعید احساس وویل، چې په اسلامي نظام کې دنده ترسره کول د خدای په نزد لوی اجر او ثواب لري.

محترم مولوي احساس دا همداراز څرګنده کړه چې د خدای په نزد د استاد او ښوونکي مقام ډیر لوړ دی. نوموړي همدارنګه له استادانو وغوښتل، چې خپلې دندې په لازمه توګه او د خدای تعالی د رضایت په نیت سره ترسره کړي.

له بلې خوا مفتي سيد محسن سادات د دغه ښوونيز سيمينار د پرانستلو په مراسمو کې د وینا پر محال وويل چې د دغه ښوونيز پروګرام له ترسره کيدو څخه يې موخه د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ښوونکو د کار پنځونې په برخه کې د وړتياوو لوړول او پياوړي کول دي.

مفتي سادات په خپلو خبرو په ترڅ کې د پرو ګرامونو د څيړنې او تضمين کیفیت ریاست ځينې لاسته راوړنې هم په ګوته کړې او ويې ويل، چې یاد رياست هڅه کوي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د فارغانو لپاره له موسساتو او ادارو سره د تفاهم له لارې د کار زمينه برابره کړي.

دغه راز په دغه پروګرام کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې وياند محترم محمد عثمان الماس د الحاج مولوي غلام حيدر شهامت ويناوو ته په اشارې سره زياته کړه چې په افغانستان کې د بېکارۍ ستونزه د مسلکي او حرفوي کسانو د کمښت له امله رامنځته شوې ده.

د دې مراسمو په دوام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د پروګرامونو د څیړنې او تضمین کیفیت ریاست د کارشناسانو له خوا د سیمینار د وړاندې کولو لړۍ په رسمي ډول پیل شوه چې د پنځه ورځو لپاره به دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د افغانستان د غوره ابتکاراتو او نوښتونو د ملي نندارتون په پرانيستلو سره لسګونو نوښتګرو او خلاقو ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو لوېدیځ زون ریاست له خصوصي سکتور او بنسټونو سره مشورتي ناسته

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لوېدیځ زون ریاست د کار بازار له اړتیاوو سره سم د تعلیمي نصاب ښه‌والي او اصلاح په موخه له خصوصي سکتور او بېلابېلو بنسټونو سره مشورتي ناسته ترسره کړه. د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

BACK TO NEWS