د "حسان" ادبي بهیر غونډه د ترنم او فرهنګ رياست له خوا ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۹:۴۵
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د ترنم او فرهنګ ریاست لخوا د فرهنګي- ادبي پروګرامونو په دوام د "حسن" ادبي بهیر غونډه تر سره شوه.

په دې غونډه کې يو شمېر ليکوالانو او شاعرانو ګډون درلود او نوموړو پر بېلابېلو ادبي مسايلو بحث او د نظریاتو تبادله وکړه.

د یاد ادبي پروګرام په پيل کې ښاغلي قاري عبدالستار سعيد د ليکوالۍ د هنر په اړه معلومات وړاندې کړل او د یاد ادبي بهیر نورو ګډونوالو هم په دې ادبي غونډه کې خپلې خبرې او نظرونه د ادب به برخه له ګډونکوونکو سره شريک کړل.

د دې ادبي غونډې په دوام کې شاعرانو او ترنم ویونکوو د خپلو شعرونو او ترنمونو په اورولو سره یې د ګډونوالو ادبي تنده خړوبه کړه او غونډه په دعایې سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۰:۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د یو ښوونیز مرکز زده کوونکو شاتیو مچیو له یو فارم څخه لیدنه وکړه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسې زده کوونکو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د عملي زده‌کړو په چوکاټ کې د یو علمي سفر په ترڅ کې د شاتو مچیو د پالنې په اړه په عملي ډول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۸:۵۱
Background image

په خوست ولایت کې د برښنا څانګې له لنډمهاله حرفوي پروګرام څخه د ۶۰ تنه محبوسینو فراغت

د برښنا څانګې لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام، چې څه موده وړاندې د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د یاد ولایت په محبس کې پیل شوی و، پای ته ورسید. په دې لنډمهاله پروګرام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۴:۲۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارمندانو ته د ظرفیت لوړولو پروګرام ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د جامعه المصطفی پوهنتون سره په همکارۍ، د یادې ادارې یوشمیر کارمندانو ته د ظرفیت لوړولو پروګرام ترسره کړ. په دې ښوونیز پروګرام کې. . .

BACK TO NEWS