د میدان وردګو ولایت د مرکز تخنیکي انسټيټوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۷ - ۹:۳۰
TVETA

د میدان وردګو ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټيټوټ دموټر څانګې محصلینو ته د یاد انسټيټوټ په ورکشاپ کې د موټر جوړولو او ترمیم د څرنګوالي په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

په همدې حال کې د اړونده څانګې استاد د برمه‌کارۍ، خراطۍ او اره‌کشۍ په اړه محصلینو ته هر اړخیز توضیحات وړاندې کړل.

د موټر تخنیک څانګې محصلین، عملي فعالیتونه د خپلو زده کړو لپاره  ګټور ګڼي او د عملي زده کړو په برخه کې یې د مسؤلینو له هلو ځلو څخه قدر داني وکړه.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زیاتره زده کړې عملي دي او د یادو مرکزونو محصلین د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS