د تخنيکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د ديني مسایلو آزموینه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۱۴:۲۹
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست د دغې ادارې د کارکوونکو لپاره د دیني درسونو د دویم دور په پای کې وروستۍ ازموینه ترسره کړه.

 د دغې ازموینې د ترسره کولو موخه د راتلونکې درسونو د ادامې  لپاره د کارکوونکو  د سویې معولول دی.

 له دې وړاندې هم د اسلامي فقهې په څانګو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارکوونکو ته د "فقه" په ګډون د اسلامي علومو تدریسي دروې جوړ کړې دي.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست رئيس ښاغلي مفتي نجم الدين حقاني د ديني درسونو د زده کړو له امله د دغې ادارې د کارکوونکو ستاينه وکړه.

 نومړړي همدارنګه ټینګار وکړ چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې  د کارکوونکو لپاره د بېلابېلو درسي دورو په پیلولو سره د هغوی د اسلامي پوهې کچه لوړه شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS