د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د بلخ د ادارې او حسابدارۍ له انسټيټوټ څخه لیدنه وکړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۸ - ۱۴:۵۵
دیدار

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د بلخ ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه د ليدنې په ترڅ کې د یاد ولايت د ادارې او حسابدارۍ انسټيټوټ وضعیت بررسي کړ.

نوموړي د ادارې او حسابدارۍ له انسټیټوټ څخه د لیدنې پر مهال د دغه انسټیټوټ د استادانو او کارکوونکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د یو شمېر مسایلو په اړه یې مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د مولوي غلام حيدر شهامت په مشرۍ د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي بلخ ولايت ته سفر کړى دى.

د دغه سفر موخه د ښوونیزو مرکزونو د ستونزو څېړل او د اړتیاوو پوره کول دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په دې روزنیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د عملي زده‌کړو پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلینو ته د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د زمینې برابرولو په موخه له افغان تیلي کام مخابراتي شرکت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک. . .

BACK TO NEWS