د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال لوګر ولايت ته سفر وکړ

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۴:۴۶
TVETA

د ولایتي سفرونو په دوام کې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس د یوه پلاوي په مشرۍ لوګر ولایت ته سفر وکړ.

ښاغلي احساس لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د والي شیخ ضیاءالرحمن مدني په ګډون له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل او خبرې اترې یې وکړي.

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د لوګر له والي سره په کتنه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په ارزښت خبرې وکړې او ويې ويل چې دغه اداره د حرفوي او ماهر کاري ځواک په روزلو سره د هېواد د اقتصاد د ودې لپاره کار کوي.

ښاغلي احساس د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښت مرکز د جوړېدو يادونه وکړه او ويې ويل، چې دغه مرکز د نوښتګرو کسانو د جذبولو او له هېواده د ځوانانو د کډوالۍ د مخنيوي په موخه جوړ شوى دى.

په دغې کتنه کې ښاغلي احساس د مجاهدینو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې له خوا د تدوین شوې ښوونیزې طرحې یادونه وکړه او ویې ویل، چې د دغې طرحې په پلي کیدو سره به مجاهدینو ته د عصري علومو د زده کړې زمینه برابره شي.

په دوام کې د لوګر والي شیخ ضیاءالرحمن مدني د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د کارموندنې او اقتصادي بسیاینې په برخه کې خورا مهم وباله او د دغې ادارې د برنامو  ملاتړ په برخه کې د  هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلي مدني د مجاهدینو د ښوونیزه برنامه په نیکۍ سره  یاده کړه او د دغې طرحې  په پلې کولو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د لوګر ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه لیدنه وکړه.

په دغې کتنه کې دوی په لوګر ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعیت وارزاوه او د شته ننګونو په حل کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

تر دې وړاندې هم د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداري پلاوي د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د شته ننګونو د حل په موخه يو شمېر ولايتونو ته سفرونه کړی او ټاکل شوې چې دغه سفر د هېواد ټولو ولايتونو ته ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

BACK TO NEWS