میخانیکي انسټیټوټ د ښوونکي نړیواله ورځ ونمانځل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۳ - ۱۴:۴
د ښوونکي نړیواله ورځ

 د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې میخانیکي انسټیټوټ د ښوونکي د نړیوالې ورځې په مناسبت دغه ورځ ونمانځله.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رئيس مفتي سيد احسان الله قاسمي د ښوونکي د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې د وينا پر مهال د اسلام په تاريخ کې د معلم مقام ډېر مهم وباله.

 نوموړي دغه راز د هېواد د ځوان نسل د ښوونې او روزنې په برخه کې د استادانو هڅې وستايلې او ويې ويل، پرمختګ د ښوونکو او استادانو د هڅو پايله ده.

 ښاغلي قاسمي د زده کړو پر ارزښت هم ټینګار وکړ او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د علم د ودې او پرمختګ لپاره لا زیات کار وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

BACK TO NEWS