د میدان وردګو ولایت تخنیکي او مسلکي آمریت یو نندارتون ترسره کړ

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۱۰:۵۸
نمایشګاه

د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي آمریت په نوښت یو تخنیکي او مسلکي نندارتون ترسره شو.

په دغه مراسمو کې د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو محصلینو او استادانو خپل تولیدات او نوښتونه نندارې ته وړاندې کړل.

دغه برنامه د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت او د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې پرانیستل شوه.

د میدان وردګو ولایت تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر حکمت الله حکمت وويل، چې د دغه نندارتون له جوړېدو څخه يې موخه د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د اهميت څرګندول دي.

نوموړي زياته کړه، چې د دغه ډول نندارتونونو په جوړولو سره نوښتګرو او متخصصو کسانو ته د کار زمينه برابرېږي.

د دغه مراسمو په دوام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت خبرې وکړې. نوموړي د ميدان وردګو ولايت د جهاد سنګر په توګه ياد کړ.

ښاغلي شهامت زیاته کړه چې د میدان وردګو ولایت مجاهد ولس نړۍ ته وښودله چې افغانستان د اشغالګرو لپاره خوندي جغرافیه نه ده.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه، چې اوس په هېواد کې د جوړولو وخت را رسیدلی دى. نوموړي له ځوانانو او خلکو وغوښتل چې د هېواد د پرمختګ لپاره لا ډېر کار وکړي.

ښاغلي شهامت همدارنګه د تخنيکي او مسلکي زده کړو رول د خلکو او هېواد د اقتصاد په ځان بسيا کولو کې ډېر مهم وباله.

په پای کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د مجاهدينو لپاره د روزنیزې طرحې چمتو کول د دغې ادارې يوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او ويې ويل، چې د دغې طرحې په پلي کېدو سره به مجاهدینو لپاره د حسابدارۍ، کمپيوټر، مديريت او انګليسي برخو کې د زده کړو  زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۹:۳۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو د تطبیق څرنګوالی

عملي زده کړې له زده کوونکو سره مرسته کوي ترڅو هغوی وکولای شي د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي. له همدې امله د کونړ ولایت نورګل کثیرالرشتوي لیسې د کرنې څانګې محصلینو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۸:۵۹
Background image

د تګاب کرنې مسلکي انسټيټوټ محصلینو ته د هرزه بوټو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه

د کاپيسا ولایت تګاب کرنې مسلکي انسټيټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د هرزه بوټو د بیژندلو او طبقه بندۍ په اړه په عملي ډول روزنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۳۳
Background image

د کاپيسا ولایت د تخنیکی و او مسلکی زده کړو آمریت د استادانو او اداري کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو

د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د استادانو او اداري کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره کړ. په دې پروګرام کې د یاد. . .

BACK TO NEWS