د پلان او ستراتیژیکي همغږۍ رئیس د اسلامي آزاد پوهنتون رئیس سره خبرې اترې وکړې

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۱۵:۴۹
ریاست پلان

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتيژيکي همغږۍ رئيس مولوي نېک محمد نېکمل په کابل کې د ايران د اسلامي آزاد پوهنتون له رئيس ډاکټر علي صادقي سره وکتل.

په دغه کتنه کې د ایران آزاد اسلامي پوهنتون د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د آزاد اسلامي پوهنتون ترمنځ د همکاریو پر محور خبرې وشوې.

د آزاد اسلامي پوهنتون پلاوي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونکو او کارکوونکو لپاره د ظرفيت لوړونې کورسونو په جوړولو او په هرات کې د یو ګډ فني نوښت مرکز په جوړولو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلي نیکمل د اسلامي آزاد پوهنتون د همکاریو قدرداني وکړه او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

نوموړي وويل، د تخنيکي او مسلکي زده کړو يو شمېر مرکزونه د خپلو وسايلو او تجهیزاتو د کارولو لپاره تخنيکي همکارۍ ته اړتيا لري. د اسلامي آزاد پوهنتون رئيس د دغو تجهيزاتو د نوملړ غوښتنه وکړه او په دې برخه کې يې د همکارۍ ژمنه وکړه.

هوکړه وشوه چې د همکارۍ د تحقق لپاره به د همغږۍ په موخه ناستې دوام ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS