د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلان رئیس د یونسکو له پلاوي سره وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۲ - ۱۵:۱۶
Meeting With UNESCO

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلان او ستراتیژیکې همغږۍ رئیس مولوي نیک محمد نیکمل د ملګرو ملتونو د علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان (یونسکو) له یوه پلاوي سره وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لورو د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د (CAPED) پروژې د کار پیل په اړه خبرې اترې وکړې.

مولوي نیک محمد نیکمل د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د یونسکو له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

په دغه کتنه کې مسؤلینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

د یونسکو د دفتر د  (CAPED)پروژه د تمویلوونکو د جذب، د معلوماتو او احصایوي سیسټمونو (MIS) او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونځيو د پلان د پراختیا په برخو کې کار کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۹
Background image

د کابل والي د نیالګیو کېنولو په برخه کې د ښاریانو پر رول ټینګار وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په نوښت د نیالګیو کېنولو کمپاین د یو شمېر مسؤلینو په ګډون او ویناوو سره پیل شو چې پکې د کابل والي محترم ملا امین الله عبید هم ګډون درلود. د دې پروګرام د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۱
Background image

د لغمان تخنیکي لیسې زده‌کوونکو لخوا د نقلیه وسایطو ترمیم

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي لیسې زده‌کوونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د موټر «اشترنګ» په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د اړوندې څانګې استاد زده‌کوونکو ته د برقي او هایدرولیکي اشترنګونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

زده‌کوونکو ته د موټر وایرینګ ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د ننګرهار ولایت د میخانیکي انسټیټوټ زده‌کوونکو د یوې درسي ناستې په ترڅ کې د موټر وایرینګ اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د برېښنا څانګې استاد د عملي روزنې پر مهال د موټر. . .

BACK TO NEWS