د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۲ - ۱۳:۴۹
اصلاحی

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اونيزه اصلاحي غونډه د دغه ادارې د ټولو مسوولينو او کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د تحقیق او تضمین کیفیت ریاست حقوقي کارپوه مولوي عبدالرحمن منیب د تقوا په اړه وینا وکړه.

ښاغلي منيب وويل چې د خداى (ج) په نزد تر ټولو غوره خلک هغه دي چې تقوا لروونکي وي.

هغه زیاته کړه، د تقوا نښې باید د هر مسلمان په زړه، سترګو، خولې، لاسونو او پښو کې څرګندې شي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تحقیق او تضمين کيفيت ریاست حقوقي کارپوه دغه ادارې کارکوونکو ته د پرهېزګارۍ او اصلاح لارښوونه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو لوېدیځ زون ریاست له خصوصي سکتور او بنسټونو سره مشورتي ناسته

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لوېدیځ زون ریاست د کار بازار له اړتیاوو سره سم د تعلیمي نصاب ښه‌والي او اصلاح په موخه له خصوصي سکتور او بېلابېلو بنسټونو سره مشورتي ناسته ترسره کړه. د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

BACK TO NEWS