د کندهار د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د ظرفیت لوړولو له پروګرام څخه ۱۴۰ تنه نوي ګمارل شوي کارکوونکي فارغ شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲ - ۱۰:۲۹
فراغت 140 نفر

د کندهار ولایت د ملکي او نظامي ادارو ۱۴۰ نوي ګمارل شوي کارکوونکي د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له روزنیزې دورې څخه فارغ شول.

 دغه کارکوونکي په لویه کې د افغانستان د اسلامي امارت مجاهدین دي او په دغه روزنیزه دوره کې یې د کمپیوټر، انګلیسي ژبې، ادارې او مدیریت په برخه کې زده کړې کړي دي.

د دغو مجاهدینو د فراغت په مراسمو کې سیمه ییزو چارواکو او د پوهنتون استادانو هم حضور درلود.

په خپلو خبرو کي لومړی د کندهار پوهنتون رئيس مولوي اکرم شاه ارغستاني د علم په ارزښت خبري وکړې او فارغ شويو مجاهدينو ته یې په خطاب کې وويل چي دوی د ټولني سرمايه ده.

د کندهار ولايت د پوهنې رئيس مولوي فخرالدين نقشبندي د یاد ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت وروستي فعاليتونه او لاسته راوړنې وستايل او د دغه آمریت د کارکوونکو د وړتيا لوړولو په موخه يې د پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS