د اسلامي امارت لوړپوړو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښت په مرکز کې له جوړ شوي موټر څخه لیدنه وکړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۱ - ۱۰:۱۱
بازدید مقامات

د افغانستان د اسلامي امارت لوړپوړو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښت په مرکز کې له جوړ شوي موټر څخه لیدنه وکړه.

یاد موټر په باغ بابر کې د ملي ټلویزیون له خوا په جوړ شوي پروګرام کې نندارې ته وړاندې شو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له دغه موټر څخه لیدنه وکړه او جوړونکي یې تشویق کړل.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د هغه څه په اړه خبرې وکړې چې د دې ادارې د نوښت په مرکز کې جوړ شوي وو.

د اقتصاد وزارت سرپرست د موټر جوړونکو د ډلې د مشر انجنیر رضا احمدي له کړنو څخه ستاینه وکړه او ویې ویل، "د موټر جوړول د هېواد د ځوان نوښتګر انجنیر محمد رضا احمدي نوښت دی، خو دا زموږ د ټول ملت ویاړ دی."

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مشرتابه څخه مننه وکړه چې د ځوانو نوښتګرو د ملاتړ په موخه یې د دې ادارې له خوا د نوښت مرکز جوړ کړی دی.

د اسلامي امارت لوړپوړو هم انجینر رضا احمدي ته ستاینلیکونه او سوغاتونه ورکړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS