د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې چارواکو د هوايي چلند وزارت له پلاوي سره ناسته ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۶ - ۱۳:۳۰
هوانوردی

د یادې ادارې مالي او اداري چارو مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل په ګډون د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د چارواکو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت پلاوي سره د یاد وزارت عملياتي مرستيال کپتان غلام جيلاني وفا په مشرۍ ناسته ترسره شوه.

 په دې کتنه کې د دواړو ادارو ترمنځ د لاسليک شوي هوکړه ليک د بیاکتنې او دغه راز د هوايي چلند انسټيټوټ د ښوونیز نصاب په باب خبرې وشوې.

 په پیل کې د ترانسپورت وزارت عملیاتي مرستیال کیپتان غلام جیلاني وفا د غونډې د اجنډا په اړه خبرې وکړې او د یاد وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ یې په همغږۍ ټینګار وکړ.

ورپسې د هوايي چلند د انسټيټوټ رئیس صبغت الله کاکړ د یاد انسټیټوټ د ښوونیز نصاب په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې د هوايي چلند د انسټيټوټ د څانګو زياتوالي ته اړتيا لري.

ښاغلي کاکړ ټینګار وکړ چې د انسټیټوټ ښوونیز نصاب باید د ملکي هوايي چلند د نړیوال سازمان (ICAO) له معیارونو سره سم وي.

په دې اړه د تخنيکي زده کړو ادارې د څيړنې او کيفيت د تضمين رئيس دلاور درمل وويل، دغه اداره هڅه کوي، چې د خپلو ټولو مرکزونو او څانګو ښوونیز نصاب له نړيوالو معيارونو سره برابر کړي.

 هغه وويل، د هوايي چلند د انسټیټوټ جوړښت به هم د هوايي چلند وزارت د غوښتنې او مشورې له مخې وڅېړل شي.

په پاى کې پریکړه وشوه چې د دواړو ادارو کاري کميټې د هوکړه لیک د بیاکتنې په پار جوړې او دارنګه د هوايي چلند د انسټیټوټ د ښوونیز نصاب د ارزونې په موخه خبرې وکړی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS