د افرن موسسې د ملاتړ په لړ کې د باميانو مسلکي ښوونځيو او انسټیټونو څخه ملاتړ ډاډ ورکړ

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۳ - ۱۴:۱۵
بامیان

د افرن موسسې یا «دوستی فرانسه – افغانستان» د ملاتړ په لړ کې د بامیان د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه خپل ملاتړ ډاډ ورکړ.

د بامیانو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له آمر امین علیزاده سره په کتنه کې د افرن موسسې رئیس سیمون کنون د یادې موسسې د کړنو د دوام او ملاتړ په اړه خبرې وکړې.

 په دې کتنه کې د باميانو د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر د افرن موسسې له مرستو مننه وکړه او ځينې غوښتنې يې د دغه موسسې له رئيس سره شريکې کړې.

 د باميانو ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر د ورس ولسوالۍ د کثيرالرشتوي لېسې د ودانۍ د ترميم او د یاد ولايت د نورو مسلکي لېسو او  انسټیټونو لپاره د لابراتوار د تجهيزاتو د چمتو کولو او برابرولو په برخه کې د یادې موسسې څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د افرن موسسې رئیس د بامیانو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له آمریت سره د یادې موسسې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او «FBL USA» بنسټ ترمنځ د ګډو همکاریو د فرصتونو په اړه خبرې وشوې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «FBL USA» بنسټ له رئیس، محترم جلال سلطان، سره وکتل او خبرې یې وکړې. د یادونې وړ ده چې «FBL. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ ته لسګونه علمي کتابونه ډالۍ شول

د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کتابتون د بډاینې په موخه، محترم مدیر فهیم حبیبي لسګونه بېلابېل علمي کتابونه دې انسټیټوټ ته ډالۍ کړل. دغه کتابونه د طب، انجنیري، برېښنا،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۰
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او وردګو پوهنتون ترمنځ علمي همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او د دغه ولایت د وردګو پوهنتون ترمنځ د علمي همکاریو د پراختیا په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو. دغه هوکړه‌لیک د وردګو پوهنتون د علمي او محصلانو. . .

BACK TO NEWS