مولوي غلام سعید احساس د میدان وردګو له والي سره وکتل
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال ښاغلي مولوي غلام سعيد احساس د میدان وردګو له والي ښاغلي قاري بختيار معاذ په ګډون د سيمه ييزو مسئولينو سره وکتل او خبرې اترې يې ورسره وکړې.
د دغه خبرو اترو تمرکز د هېواد په اقتصادي وده کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو پر اهمیت او د میدان وردګو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د اړتیاوو د حل پر څرنګوالي دی.
په ورته وخت کې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د دغې ادارې له لورې مجاهدينو ته د چمتو شوې روزنيزې طرحې يادونه وکړه او ويې ويل، چې په پلي کېدو سره به يې د مجاهدينو ته د زده کړو زمینه برابره شي.
له بلې خوا د وردګ وردګو والي د دغې ادارې د وروستیو لاسته راوړنو ستاینه او قدرداني وکړه او له دغې ادارې سره یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.