د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه.

په دې روزنیز پروګرام کې زده‌کوونکي د شبکې له مهمو وسایلو لکه «(Router)، (Switch)، (Hub)، (Modem)، (Access Point) او (Firewall)» سره بلد شول.

زده‌کوونکو په دې درسي جلسه کې د یادو تجهیزاتو دندو، کارونې او د فعالیت څرنګوالي په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړل.

په همدې حال کې د اړوندې څانګې استاد د کمپیوټري سیسټمونو په جوړښت کې د شبکې د تجهیزاتو اهمیت تشریح کړ، د هغوی د عملي کارونې په اړه یې معلومات وړاندې کړل او د زده‌کوونکو پوښتنو ته یې هم ځوابونه ورکړل.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې عملي روزنه د زده‌کوونکو د مسلکي مهارتونو لوړولو په موخه ترسره کېږي، ترڅو هغوی له فراغت وروسته وکولای شي د کار په بازار کې مناسب فرصتونه ترلاسه کړي او په مسلکي توګه کار وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS