د کمپیوټر ساینس زدهکوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول
د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زدهکوونکو د عملي زدهکړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه.
په دې روزنیز پروګرام کې زدهکوونکي د شبکې له مهمو وسایلو لکه «(Router)، (Switch)، (Hub)، (Modem)، (Access Point) او (Firewall)» سره بلد شول.
زدهکوونکو په دې درسي جلسه کې د یادو تجهیزاتو دندو، کارونې او د فعالیت څرنګوالي په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړل.
په همدې حال کې د اړوندې څانګې استاد د کمپیوټري سیسټمونو په جوړښت کې د شبکې د تجهیزاتو اهمیت تشریح کړ، د هغوی د عملي کارونې په اړه یې معلومات وړاندې کړل او د زدهکوونکو پوښتنو ته یې هم ځوابونه ورکړل.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په مرکزونو کې عملي روزنه د زدهکوونکو د مسلکي مهارتونو لوړولو په موخه ترسره کېږي، ترڅو هغوی له فراغت وروسته وکولای شي د کار په بازار کې مناسب فرصتونه ترلاسه کړي او په مسلکي توګه کار وکړي.
