د هرات ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د زده کوونکو له لوري د عملي فعالیتونو لړۍ

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۴:۵۹
TVETA

د هرات ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د دولسم ټولګي زده کوونکو د دې ښوونیز مرکز په څېړنیز فارم کې د "سبزیجاتو او میوو تولید" مضمون تر چوکاټ اړوند عملي فعالیتونه ترسره کړل.

نوموړو په دې درسي جلسه کې د رومي باندنجانو، بادرنګ او مرچ د کښت او کرنې د څرنګوالي په شمول د بیلابیلو موضوعاتو په اړه په عملي شکل روزنه ترلاسه کړه.

همداراز زده کوونکو هم د ډله ایزو فعالیتونو په ترسره کولو سره د یادو سبزیجاتو د کښت او کرنې څرنګوالی به عملي او دقیق ډول زده کړ او دغه راز خپلې پوښتنې یې هم له استاد سره شریکې کړې.

د دې عملي فعالیتونو په دوام کې، لارښود استاد زده کوونکو ته د بادرنګ، مرچو او رومي باندنجانو د اهمیت او ارزښت په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل او د هغوی پوښتنو ته یې په دې برخه کې ځوابونه وویل.

د باکیفیته کرنیزو محصولاتو د تولید اهمیت او ارزښت ته په پام سره، دا فعالیتونه د هیواد په کرنیز سکتور کې د ماهر او متخصصو انساني سرچینو په روزنه کې مهم او ارزښتناک رول لوبوي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي ترڅو د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ نوره هم پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS