د میدان وردګو ولایت نرخ کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو ته قطره‌ای اوبو لګولو میتود معرفي شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۹:۴۵
TVETA

د میدان وردګو ولایت اړوند نرخ ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته د عملي زده کړو په چهارچوب کې په یاد ولایت کې د ډاکټر عبدالوکیل کرنییز فارم ته د علمي سفر په ترڅ کې د قطره‌ای اوبو لګولو په اړه روزه ورکړل شوه.

د دې علمي سفر په ترڅ کې، لارښود استادمحصلینو ته د قطره‌ای اوبو لګولو اهمیت او ارزښت په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل.

نوموړي د دې ډول اوبو لګولو اهمیت ته په اشارې سره، محصلینو ته وویل چې؛ د قطره‌ای اوبه لګولو میتود یو مدرن او مؤثر میتود دی چې په کې اوبه په مستقیم ډول او په کم مقدار سره د پایپونو او څاڅکو له لارې د نباتاتو ریښو ته رسول کیږي.

دغه راز د درس په دوام کې، محصلینو هم په دې برخه کې خپلې پوښتنې او سوالونه  له لارښود استاد سره شریکې کړې چې د هغوی پوښتنو ته د استاد له لوري جامع ځوابونه هم ورکړل شول.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

BACK TO NEWS