د میدان وردګو ولایت جلریز کثیرالرشتوي انسټیټوټ زده کوونکو ته د چرګوړو ويستلو «چوچه کشۍ» ماشین په اړه روزنه ورکړل شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۳

د میدان وردګو ولایت جلریز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د کرنې څانګې یوولسم ټولګي زده کوونکو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د عملي زده کړو په چوکاټ کې د کرنیزو ماشینونو په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.

په دې درسي جلسه کې، نوموړو د چرګوړو ويستلو «چوچه کشۍ » ماشین په اړه هم په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه، دغه راز لارښود استاد د هغوی پوښتنو ته ځوابونه هم وویل.

عملي زده کړې، د زده کړو د بنسټیزو ستنو په توګه، محصلینو سره مرسته کوي ترڅو دندې رامینځته او د کار په بازار کې د جذب کېدو توان ترلاسه کړي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر لا پیاوړتیا ټینګار کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۹:۵۳
Background image

د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او ملي بانک ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ غونډه ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه، د یاد ولایت د ملي بانک له مسؤلینو سره غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې دواړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د ملګرو ملتونو پلاوي د بامیان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مسؤلینو سره وکتل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د پراختیایي چارو مرستیال برونو لمارکیس په مشرۍ د ملګرو ملتونو یوه پلاوي، د بامیان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له آمر، استاد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۴۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته د دې ادارې د بېلابېلو ریاستونو د یو شمېر رئیسانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د غونډې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS