د لوګر د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ زده کوونکو د نباتي ناروغیو د درملنې په اړه روزنه ترلاسه کړه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۴:۳۳

د لوګر ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې، یوولسم ټولګي زده کوونکو د یاد ښوونیز مرکز په لابراتوار کې د نباتي ناروغیو د درملنې په اړه په عملی ډول روزنه ترلاسه کړه.

لارښود استاد د درس په جریان کې، زده کوونکو ته د نباتي ناروغیو د درملنې، نباتاتو ته د زیان رسوونکو حشراتو او د نباتي آفتونو د مخنیوي او درملنې په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار کې جذب کیږي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو بهیرلا پیاوړی کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS