د غزني ولایت قره باغ کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې د موټرسایکل ترميم روزنيز پروګرام پرانستل شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۵:۳۴
TVETA

د غزني ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسوولین د یاد ولایت په قره باغ کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې د موټرسایکل ترمیم لنډ مهاله حرفوي پروګرام د پیل خبر ورکوي.

د یاد پروګرام په افتتاحیه مراسمو کې د دې ولایت سیمه ییزو چارواکو، علماوو او ځوانانو هم برخه اخیستې وه.

په دغو مراسمو کې ويناوالو وويل چې حرفوي زده کړې د کار پیدا کولو او بې وزلۍ په راکمولو کې ډير ګټور دي او ځوانان بايد د یادو زده کړو په خپلولو کې زیاتې هلې ځلې وکړي.

حرفوي پروګرامونه د تخنيکي زده کړو ادارې له مهمو پروګرامونو څخه دي، چې اوس مهال په کې سلګونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

BACK TO NEWS