د سرپل ولایت د نفتو او ګازو انسټيټوټ د فوټسال سیالیو تورنمنټ پای ته ورسېد

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۰:۳۳
TVETA

د فوټسال سيالیو تورنمنټ چې د سرپل ولایت د نفتو او ګازو انسټيټوټ د بېلابېلو څانګو د محصلينو ترمنځ په لاره اچول شوې و، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېد.

د غونډې ویناوالو د ورزش په برخه کې د ځوانانو هڅې وستایلې او له هغوی یې وغوښتل چې خپلو زده کړو ته د رسیدګۍ په برخه کې هم ژمن پاتې شي.

د مراسمو په پای کې د ټورنمنټ غوره محصلینو او لوبغاړو ته د سرپل د نفتو او ګازو انسټيټوټ د ورزشي کمیټې له خوا جایزې او ډالۍ ورکړل شوې.

دا په داسې حال کې ده، د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو مسوولين تل هڅه کوي، چې د زده کوونکو لپاره د مناسب چاپيريال په رامنځته کولو سره د ځوانانو د پرمختګ زمينه مساعده کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS