د تخنیکي او مسلکي زده کړو د یو ښوونیز مرکز زده کوونکو شاتیو مچیو له یو فارم څخه لیدنه وکړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۰:۳
TVETA

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسې زده کوونکو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د عملي زده‌کړو په چوکاټ کې د یو علمي سفر په ترڅ کې د شاتو مچیو د پالنې په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد په دې علمي سفر کې زده کوونکو ته د شاتو مچیو د ډولونو او د شاتو مچیو محصولاتو لکه «موم، ګرده او شاتو » په اړه هر اړخیز معلومات هم وړاندې کړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي. تر څو د دغو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS