د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ځانګړې زده کړې؛ ښوونې او روزنې ته د نابینایانو او ناشنوایانو لاسرسی

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۳:۴۹
تعلیمات خاص

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ځانګړې زده کړې؛ ښوونې او روزنې ته د نابینایانو او ناشنوایانو لاسرسی

د نابینایانو او ناشنوایانو ښوونې او روزنې ته د لاسرسي په موخه ۱۶ ښوونیز مرکزونه د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې ځانګړو زده کړو په برخه کې فعاليت کوي. په دغو مرکزونو کې د نجونو په ګډون څه باندې دوه زره نابینا او ناشنوا زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

په کابل او ولایتونو کې دوه انسټیټونه او ۱۴ ښوونځي یاد مرکزونه تشکیلوي.

د خاصو زده کړو په مرکزونو کې د نابینایانو په برخه کې ۵۸۰ تنه نابینا زده کوونکي چې ۳۹۷ یې نارینه او ۱۸۳ یې ښځینه دي په زده کړو بوخت دي.

همدارنګه د ناشنوایانو په برخه کې ۱۴۹۰ تنه ناشنوا زده کوونکي چې ۹۵۲ نارینه او ۵۳۸ یې ښځینه دي روزل کیږي.

د ځانګړو زده کړو روزنه څه ډول ده؟

په هغو مرکزونو کې چې د نابینایانو زده کوونکو لپاره ځانګړي شوي، د تدریس بهیر یې د بریل خط ترتیب شويو ښوونیز مواد او کمپیوټري وسایلو په کارولو سره ترسره کیږي.

په کابل کې د نابینایانو د مسلکي انستیتیوت استاد همایون عزیزي وايي، چې زده کوونکو ته یې د نابینایانو لپاره ځانګړي کمپیوټري وسایل چمتو کړي او دوی د غږ له لارې زده کړې کوي.

په کابل کې د نابینایانو په انسټیټوټ کې ۲۵۰ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

دا انسټيټوټ د اسلامي زده کړو، عمومي زده کړو او مسلک او حرفې په ګډون دری ډیپارټمنټونه لري.

د اسلامي زده کړو په ډیپارټمنټ کې زده کوونکي قرآن کریم حفظ کوي او داسې نور اسلامي تعلیمات زده کوي.

د عمومي زده کړو په برخه کې، د ښوونځي مضامین هم تدریس کیږي.

د حرفې او مسلک برخه کې نابینا زده کوونکي د کسب او حرفې په ګډون اوبدل زده کوي.

د ناشنوایانو لپاره د ځانګړو زده کړو په مرکزونو کې د تدریس بهیر په اشاروي ژبه ترسره کیږي.

د کتابونو په ګډون په اشارو ژبه کې ښوونیز مواد هم د ناشنوایانو زده کونکو لپاره موجود دي.

همدارنګه ناشنوا  زده کونکي د هنر په برخه کې چې له دې جملې څخه نقاشې دی په زده کړو بوخت دي.

په دې وروستیو کې د کابل د ناشنوایانو په انسټیټوټ کې د خیاطۍ لنډ مهاله کورس په لاره اچول شوی و.

په پام کې ده چې دا پروګرام پراخ شي او څانګې به یې هم زیاتې شي.

د بریل خط چاپ خونه

تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره نابینا زده کوونکو ته د ښوونیزو موادو د برابرولو په موخه د بریل خط مطبعه هم لري.

دغه مطبعه، په هیواد کې یوازینۍ د بریل خط چاپ خونه ده.

در این مطبعه مواد آموزشی برای تمام مراکز تعلیمات خاص در بخش ناشنوایان چاپ می‌شود.

په دغه چاپ خونه کې د ناشنوایانو په برخه کې د ټولو خاصو زده کړو مرکزونو لپاره ښوونیز مواد چاپ کیږي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS