د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي لخوا د زرنج ادارې او حسابدارۍ انسټيټوټ له وضعیت څخه څارنه وشوه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ يوه پلاوى نيمروز ولايت ته سفر وکړ او د یاد ولايت د مرکز اړوند زرنج ادارې او حسابدارۍ له انستيتوت څخه ليدنه وکړه.
نوموړی پلاوي د نیمروز ولایت د مرکز اړوند زرنج ادارې او حسابدارۍ انسټيټوټ له ټولو تحصیلي اسنادو او کاري چارو څخه څارنه وکړه.
په پام کې ده چې دغه پلاوی به د نیمروز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ټولو مرکزونو څخه لیدنه وکړي او د یادو مرکزونو ستونزو او ننګونو ته رسیدګي وکړي.
تر دې وړاندې دغه پلاوي غور، دايکنډي، باميان او فراه ولايتونو ته سفرونه کړي او په یادو شويو ولايتونو کې يې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعيت څېړلى دى.