د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د کندهار د کرنې حفظ‌المیوې لېسې څخه لیدنه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۲:۴۴
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي کندهار ولايت د خپل سفر په درڅ کې د یاد ولايت د کرنې حفظ‌المیوې لېسې وضعیت وڅېړه.

نوموړي پلاوي د کندهار د کرنې حفظ‌المیوې لېسې د مسوولينو او زده کوونکو ستونزې له نږدې واورېدې.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه د دغې ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال ښاغلي مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ يو پلاوى په ولايتونو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ستونزو د هواري په موخه لېږلى دى.

دوی تر دې مخکې د میدان وردګو، غزني او زابل ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه هم لیدنه کړې دی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS