د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه د روسیې د کارپوهانو او ودانېزو چارو وزارت مسؤلینو سره خبرې اترې وکړې

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۹ - ۱۳:۴۳
مجازي ناسته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه د روسیې د کارپوهانو او ودانېزو چارو وزارت له مسؤلینو سره مجازي ناسته خبرې اترې وکړې.

غونډه د روسیې د کارپوهانو او ودانېزو چارو وزارت د نړیوالو اړیکو د مشرې اناستازیا میخایلوف په وینا پیل شوه او د روسیې د ساختماني نهادونو  ښوونیزې برخې او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ د همکارۍ په برخو کې یې خبرې وکړې.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت هم د دغې ادارې په اړه خبرې وکړې او د ادارې هغه برخې يې په ګوته کړې، چې همکارۍ ته اړتيا لري.

ښاغلي شهامت د روسیې تېرو همکاریو ته په اشارې سره وویل چې د کابل د تخنیکم انسټیټوټ ودانۍ د روسیې او افغانستان ترمنځ د همکارۍ یوه نمونه ده.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه، چې د تخنيکم انسټيټوټ ودانۍ د څو لسيزو جګړو پر مهال ويجاړه شوې او اوس يې بيارغونې ته اړتيا ده.

ښاغلي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ساختماني څانګې استادانو د ظرفیت د لوړولو او د دغې ادارې د ښوونیزو مرکزونو د زده کړیالانو او استادانو لپاره د تحصیلي بورسونو د ځانګړې کولو په برخه کې د روسیې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه، د افغانستان او روسيې د تخنيکي او مسلکي برخو مسؤلين د تجربو د تبادلې په موخه د يو او بل هېواد  لیدنې ته اړتيا لري.

د غونډې په دوام کې د کارپوهانو له ډلې د روسیې د کارپوهانو او ودانېزو چارو وزارت د ښوونیز مرکز مشر الکساندر شالیف، د کلتوري میراثونو د ساتنې د مرکز مشرې میرمن وجینیا میرونوا، د ساختمان مدیریت او ټکنالوژۍانسټیټوټ مشر نیکولای او د سیول انجینرۍ پوهنتون مرستیالې میرمن ویرا گالیشنیکوا خبرې وکړې او یو پرزنټیشن یې وړاندې کړ.

د مسکو د سیول انجینرۍ پوهنتون مرستیالې وویل، چې په دغه پوهنتون کې لېسانس، ماسټري او دوکتورا شامل دي.

نوموړې زیاته کړه، د مسکو د سیول انجینرۍ پوهنتون کولای شي په بېلابېلو برخو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د استادانو او زده کړیالانو لپاره روزنیز کورسونه جوړ کړي.

په پای کې د روسیې کارپوهانو او مسؤلینو ژمنه وکړه چې د ظرفیت لوړونې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ودانیو د بیارغونې او د تحصیلي بورسونو د ورکړې په برخو کې به د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې له غوښتنې سره سم همکاري وکړي.

د روسيې د کارپوهانو او ودانېزو چارو د وزارت د نړيوالو اړيکو مشرې مېرمن اناستازیا میخایلوف د همکارۍ د تحقق لپاره د همغږۍ په اړتيا ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS