د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکادمیک بورد غونډه ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۵:۲۲

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اکادمیک بورد غونډه د یادې ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال ښاغلي مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ ترسره شوه.

د دې ناستې په پيل کې د اکادمیک بورد د تېرې غونډې پرېکړې وڅېړل شوې او اړوندو څانګو د خپلو کړنو راپورونه وړاندې کړل.

په ورته وخت کې، محصلینو او متعلمینو چارو ریاست د لیلیې او بدل اعاشې د بیاکتل شوې مسوده وړاندې کړه چې د بورد غړو دورباندې بحث وکړ. په دوام کې، د نصاب ریاست د طبع او نشر رهنمود د مسودې په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل.

همداراز، د تحقیق او نوښت ریاست د کارموندنې او مشوره ورکولو مرکزونو د جوړولو لپاره د پلي کولو میکانیزم د مسودې په اړه خپل ځانګړي نظرونه د غړو سره شریک کړل.

په پای کې، د نن ورځې په غونډه کې په ځینو مهمو او متفرقه موضوعاتو هم بحث او د نظرونو تبادله وشوه. او غونډه د پورته ذکر شویو اسنادو د نهایی کولو او په اړوندو څانګو کې د هغوی د اغیزمن پلي کولو په ټینګار سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS