د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۹:۴۸

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه د یادې ادارې د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مفتي نجم الدین حقانی په وینا او د کارکوونکو په ګډون سره ترسره شوه.

ښاغلي مفتي نجم الدین حقانی په دې درسي جلسه کې، د مومنانو په ورځني ژوند کې د اصلاحي پروګرامونو د رول په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وويل چې په اصلاحي پروګرامونو کې ګډون، د مومنانو لپاره د ښېګڼې او خیر لامل ګرځي او د الله تعالی لخوا به هغوی ته اجر او پاداش هم ورکړل شي.

مفتي حقاني دغه راز د دې ښوونیز پروګرام له ګډونوالو هم وغوښتل چې په اصلاحي پروګرامونو او بیانونو کې برخه واخلي ترڅو د یاد پروګرامونو له اجر او ثواب څخه برخمن شي.

د غونډې په دوام کې نوموړي د روژې مبارکې میاشتې د حکمتونو په اړه خپلو خبرو ته دوام ورکړ، او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS