د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې او د اوسپنې ویلې کولو فابریکو اتحادیې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست او د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو فابریکو د اتحادیې مسؤلینو په یوه ناسته کې سره ولیدل او نظرونه شریک کړل.
د دې ناستې موخه د دواړو لورو ترمنځ د ګډو همکاریو پیاوړتیا او پراختیا ښودل شوې ده.
د ناستې په ترڅ کې د فارغانو د کارموندنې او استخدام، محصلینو ته د عملي زدهکړو (کارآموزۍ) د فرصتونو برابرولو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو فابریکو اتحادیې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې له مسؤلینو سره په لیدنه کې ژمنه وکړه چې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د مرکزونو د فارغانو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو په برخه کې به هر اړخیزه همکاري کوي.
همدارنګه د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو فابریکو اتحادیې ژمنه وکړه چې د تعلیمي نصابونو او مسلکي معیارونو په بیاکتنه، د فارغانو د کارموندنې له سیستم سره د شرکتونو په نښلولو او د محصلینو لپاره د علمي سیرونو د زمینې په برابرولو کې به همکاري وکړي.
په دې ناسته کې پر نورو اړوندو موضوعاتو هم بحث وشو او دواړو لورو د خپلو خبرو او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
