د تخنيکي زده کړو په مرکزونو کې د شامليدو په موخه د سمنګانو د مجاهدينو د سویې مالومولو آزموينه واخیستل شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۳:۴۱
TVETA-A

په سمنګان ولایت کې د مجاهدینو د تعلیمي سویې مالومولو آزموینه دنوموړي ولایت د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې واخیستل شوه.

 په دې مراسمو کې ويناوالو د مجاهدينو د روزنې د زمينې په برابرولو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې د مشرتابه هلې ځلې او پاملرنې وستايلې.

 دوی وویل چې د مجاهدینو روزنیز طرحه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا چمتو شوی، د مجاهدینو د روزنې اود تعلیم دوام لپاره یو ارزښتناک فرصت دی.

په همدې حال کې د سمنګان ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر په یاد ولايت کې د مجاهدينو د روزنيز پروګرام په تنظيمولو کې د شفافيت ډاډ ورکوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS