د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې چارواکو د هوايي چلند وزارت له پلاوي سره ناسته ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۶ - ۱۳:۳۰
هوانوردی

د یادې ادارې مالي او اداري چارو مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل په ګډون د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د چارواکو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت پلاوي سره د یاد وزارت عملياتي مرستيال کپتان غلام جيلاني وفا په مشرۍ ناسته ترسره شوه.

 په دې کتنه کې د دواړو ادارو ترمنځ د لاسليک شوي هوکړه ليک د بیاکتنې او دغه راز د هوايي چلند انسټيټوټ د ښوونیز نصاب په باب خبرې وشوې.

 په پیل کې د ترانسپورت وزارت عملیاتي مرستیال کیپتان غلام جیلاني وفا د غونډې د اجنډا په اړه خبرې وکړې او د یاد وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ یې په همغږۍ ټینګار وکړ.

ورپسې د هوايي چلند د انسټيټوټ رئیس صبغت الله کاکړ د یاد انسټیټوټ د ښوونیز نصاب په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې د هوايي چلند د انسټيټوټ د څانګو زياتوالي ته اړتيا لري.

ښاغلي کاکړ ټینګار وکړ چې د انسټیټوټ ښوونیز نصاب باید د ملکي هوايي چلند د نړیوال سازمان (ICAO) له معیارونو سره سم وي.

په دې اړه د تخنيکي زده کړو ادارې د څيړنې او کيفيت د تضمين رئيس دلاور درمل وويل، دغه اداره هڅه کوي، چې د خپلو ټولو مرکزونو او څانګو ښوونیز نصاب له نړيوالو معيارونو سره برابر کړي.

 هغه وويل، د هوايي چلند د انسټیټوټ جوړښت به هم د هوايي چلند وزارت د غوښتنې او مشورې له مخې وڅېړل شي.

په پاى کې پریکړه وشوه چې د دواړو ادارو کاري کميټې د هوکړه لیک د بیاکتنې په پار جوړې او دارنګه د هوايي چلند د انسټیټوټ د ښوونیز نصاب د ارزونې په موخه خبرې وکړی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

زده‌کوونکو ته د موټر وایرینګ ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د ننګرهار ولایت د میخانیکي انسټیټوټ زده‌کوونکو د یوې درسي ناستې په ترڅ کې د موټر وایرینګ اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د برېښنا څانګې استاد د عملي روزنې پر مهال د موټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۲۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته د ټرانسفارمر د ترمیم عملي روزنه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو د عملي درسونو په لړ کې د ټرانسفارمر د ترمیم څرنګوالي او دندو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. په ورته مهال کې د برېښنا څانګې استاد د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۰:۳۳
Background image

د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د شاتو مچیو روزنې عملي زده‌کړه

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د شاتو مچیو روزنې په برخه کې عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. زده‌کوونکي د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د شاتو مچیو روزنې له بېلابېلو پړاوونو،. . .

BACK TO NEWS