د تخار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او ناروې کمیټې ترمنځ دوه اړخیزه غونډه ترسره شوه
د تخار ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په یاد ولایت کې د ناروې کمیټې له ولایتي مسؤلینو سره دوه اړخیزه ناسته تر سره کړه.
یاده غونډه د ګډو همکاریو د پراختیا او د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د غوره ښوونیز چاپیریال د رامینځته کولو په موخه ترسره شوه.
په دې ناسته کې، په تخار ولایت کې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د لنډ مهاله روزنیز حرفوي پروګرامونو د پیل کیدو پر څرنګوالي هم بحث وشو.
د یادونې وړ ده چې د ناروې کمیټه، د هیواد په یوشمیر ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د ځانګړو زده کړو په شمول په بیلابیلو برخو کې همکاري کوي.