د برقي مقاومتونه په اړه د محصلینو د عملي زده کړو بهیر

د سرپل ولايت اړوند نفتو او ګازو انسټيټوټ د صنعتي برښنا څانګې محصلینو ته د برقي مقاومتونو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد محصلینو ته برقي مقاومتونو، د یوشمیر برقي وسایلو د ساختمان او داخلي سیستم په اړه په عملي ډول توضیحات ورکړل همداراز د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه هم وړاندې کړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې عملي زده کړې د دې مرکزونو فارغانو ته د کار زمینه برابروي. له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.