د اسلامي امارت سلګونه مجاهدین او نوي ګمارل شوي کارکوونکي له تخنیکي او مسلکي زده کړو فارغ شول

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۸ - ۱۱:۳۴
ولایتی

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ولایتي آمریتونو په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د سلګونو مجاهدینو او نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره روزنیز کورسونه ترسره کړي دي.

 په دغو روزنیزو کورسونو کې د ادارې او مدیریت مهارتونه، د انګلیسي ژبې او کمپیوټر په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د تجربه لرونکو استادانو له خوا په نظري او عملي ډول تدریس شوي.

 د دې روزنیزو کورسونو موده له 45 ورځو څخه تر دریو میاشتو پورې وه.

 تر دې دمه د اسلامي امارت سلګونه مجاهدین او نوي ګمارل شوي کارکوونکي د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو او د ظرفیت لوړونې له روزنیزو کورسونو فارغ شوي دي.

 د تلې میاشتې په پای کې په سرپل ولایت کې 150 تنه نوي ګمارل شوي کارکوونکي او د اسلامي امارت د مجاهدینو له ۴۵ ورځني روزنیز کورس څخه د فراغت تصدیق پاڼې ترلاسه کړی.

همدارنګه د تلې په میاشتې کې د بغلان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د 50 تنه نویو ګمارل شویو کارکوونکو او د اسلامي امارت مجاهدینو ته ۴۵ ورځنی روزنیز کورس ترسره کړ.

 همدا راز د تلې میاشتې په پیل کې د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له خوا د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې درې میاشتنی روزنیز کورس ترسره شو.

په ځینو ولایتونو کې د اسلامي امارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو او مجاهدینو لپاره د ظرفیت لوړونې څو دورې په لاره اچول شوي وی. چې له دې جملې څخه په بلخ او میدان وردګو ولایتونو کې د ښوونیزو پروګرامونو دوه دورې ترسره شوې دي.

د ظرفیت لوړونې پروګرام تر دې مهاله په کندهار، هلمند او دایکندي ولایتونو کې ترسره شوی دی.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره، د هېواد یو له مهمو تعلیمي او تحصیلي بنسټونو څخه دی،  چې د ماهرو کاري ځواک روزنه یې له مهمو موخو څخه ګڼل کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او «FBL USA» بنسټ ترمنځ د ګډو همکاریو د فرصتونو په اړه خبرې وشوې

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس، انجنیر احمد نبي نایل، په یوه ناسته کې د «FBL USA» بنسټ له رئیس، محترم جلال سلطان، سره وکتل او خبرې یې وکړې. د یادونې وړ ده چې «FBL. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ ته لسګونه علمي کتابونه ډالۍ شول

د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کتابتون د بډاینې په موخه، محترم مدیر فهیم حبیبي لسګونه بېلابېل علمي کتابونه دې انسټیټوټ ته ډالۍ کړل. دغه کتابونه د طب، انجنیري، برېښنا،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۰
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او وردګو پوهنتون ترمنځ علمي همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د میدان وردګو ولایت د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ او د دغه ولایت د وردګو پوهنتون ترمنځ د علمي همکاریو د پراختیا په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو. دغه هوکړه‌لیک د وردګو پوهنتون د علمي او محصلانو. . .

BACK TO NEWS