د بادغیس ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ اتمې دورې فراغت مراسم ترسره شول

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۰ - ۱۱:۴۰
Graduation

د بادغیس ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ زده کړیالانو د اتمې دورې فراغت مراسم ترسره شول.

په دې مراسمو کې د ادارې او مدیریت، ادارې او تجارت او د استاد_شاګردی له څانګو څخه ۵۴ تنو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د بادغیس ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو امر مولوي محمد عوض غیرت زده کړیالانو ته د فراغت په مناسبت مبارکي وویله او له دولتي ادارو او موسساتو څخه یې وغوښتل چې د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ فارغانو د کار په بازار کې د جذب په برخه کې همکاري وکړي.

د ادارې او حسادارۍ انسټیټوټ امر علاءالدين عبيدي هيله څرګنده کړه، چې د دغه انسټیټوټ فارغان به ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو امریت د تعلیمي څارنې او راپور ورکولو عمومي مدیر جمعه خان رحیمي د زده کړیالانو فراغت په مراسمو کې وویل چې دغه امریت د ټولنې له اړتیاوو سره سم د باکیفیته ښوونیزو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د انستیتوت د دورې د عمومي څانګو د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست له لوري د انستیتوت د عمومي څانګو د دورې لپاره د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ، چې د پوهنتونونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۰
Background image

د ښوونیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، مولوي غلام حیدر شهامت، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس، تاریا مګنوسون واتردال، سره وکتل. په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤولانو د خصوصي پوهنتونونو له اتحادیې سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت رئیس، مفتي سید احسان‌الله قاسمي، په یوه ناسته کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له عمومي رئیس، محترم احمد جان پوپل، سره وکتل او. . .

BACK TO NEWS