د پروان ولایت تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې 1445 تنه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دي

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۳ - ۱۱:۱۵
Parwan

 د پروان ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو امر مولوي عبدالرشيد حقاني وايي، د دغه ولايت په تخنيکي لېسو او انسټیټونو کې 1445 تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي. سږ کال له دغو مرکزونو څخه 279 تنه فارغ شوي دي.

 نوموړي د پروان ولايت مقام ته د رئیسانو په راپور ورکولو کنفرانس کې وويل، چې په مرکز او سياه ګرد، سيدخېلو، جبل السراج، شينوارو، بګرام او شيخ علي ولسواليو كې د تخنيكي او مسلکي زده كړو مركزونه فعال دي.

 په دې مرکزونو کې د کرنې، وترنرۍ، کمپیوټر ساینس، اقتصاد، برېښنا، ساختماني، موټرو تخنیک، خیاطۍ او ماشین ټیکنالوژۍ څانګو تدریس کیږي.

مولوي عبدالرشید حقاني وايي، دا مهال د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې 1445 تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

 ښاغلي حقاني څرګنده کړه چې د جدیدالشمولانو د جلب او جذب د زیاتوالي په موخه د پوهاوي پروګرامونه په لاره اچول شوي او د تبلیغاتي بنرونو د نصبولو ترڅنګ د رسنیو، پوهنې، حج او اوقافو او امر باالمعروف او نهی عن المنکر  ریاستونو له لارې د عامه پوهاوي لړۍ روانه ده.

 

د پروان ولایت تخنيکي او مسلکي زده کړو امر وايي، چې په 1400 او 1401 کلونو کې 948 جدیدالشمولان د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې په بېلابېلو څانګو کې جذب شوي دي.

نوموړي د دې ولایت له مشرتابه سره په پروان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ستونزو په اړه هم خبرې وکړې. د تجهيزاتو او خامو موادو کمښت، د څيړنيزو فارمونو، د مسلکي درسي کتابونو او د تدريسي ودانۍ نشتوالى د دغو مرکزونو له ستونزو څخه دي.

په دې کنفرانس کې د پروان والي مولوي عبيدالله امين زاده وويل چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو کيفيت لوړول د حکومت له لومړيتوبونو څخه دي.

 د پروان والي دغه راز د تخنيکي او مسلکي زده کړو له چارواکو څخه وغوښتل چې د ماهر کاري ځواک د روزلو او زده کړې په برخه کې جدي هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۸:۳۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د لب‌ټېک (Labtech) نړیوال شرکت له مسؤولینو سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، اندونیزیا ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د لب‌ټېک (Labtech) نړیوال شرکت له مجتمع او بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۹:۱۷
Background image

د افغانستان او مالیزیا د چارواکو لیدنه؛ د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په برخه کې د همکاریو پراختیا

د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، مالیزیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د پولی‌تخنیکونو او ټولنیزو کالجونو له عمومي رئیس، ډاکټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۴۹
Background image

په میدان وردګو کې د «آبکزار» انسټیټوټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په سیمه کې د مسؤولینو او یو شمېر قومي مخورو په حضور کې د «آبکزار» انسټیټوټ د بنسټ ډبره کېښودل شوه. دغه ښوونیز مرکز د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په. . .

BACK TO NEWS