د میخانیکي انسټیټوت پېژندنه

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۲ - ۱۷:۴۲
میخانیکی

میخانیکي انسټيټوټ چې د کابل ښار په دویمه ناحیه کې موقعیت لري په ۱۳۱۶ هجري لمريز کال کې تاسیس شوی دی، او یو تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ دی. چې د میخانیک په برخه کې له لسم څخه تر څوارلسم ټولکي (لیسه او انسټیټوټ) نارینه او ښځینه زده کوونکو ته تخنیکي او مسلکي زده کړې ورکوي.

لومړني معلومات:

دغه انسټيټوټ ۵۶ درسي ټولګي، برښنا، اوبه او شنه ساحه لري.

جوړښت اړوند معلومات:

میخانيکي انسټيټوټ په ټوله کې ۱۴۵ کارکوونکي لري، چې ۱۱۰ استادان، ۱۲ ادارې کارکوونکي او ۲۳ خدماتي کارکوونکي دي.

تحصیلي څانګې:

دا انسټيټوټ اته (۸) څانګې لري ( ارکانۍ، فلزکاري، برښنا، موټرو ترمیم، اوبو رسول او مرکز ګرمي، ماشین، عمومي څانګې او الکترونیک) او شاوخوا ۱۲۰۰ زده کړیالان په دې برخو کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.

کپیوټرلب:

د کابل میخانیکي انسټیټوټ هر ډيپارټمنټ جلا جلا کپیوټر لب لري.

د عملي کارونو لپاره شاپونه:

عملي درسونو لپاره د کابل میخانیکي انسټيټوټ ۱۳ ورکشاپونه لري چې د برښنا، الکترونیک، د موټرو ترمیم، ماشین الات، فلزکاري، حلبی سازي، اهنګری، ترکاڼۍ او اوبو رسولو او مرکز ګرمی له برخو څخه دی.

جنسیت له مخې استادانو په اړه عمومي معلومات:

په دې انسټيټوټ کې ۸۰ تنه استادان دی، چې له دې جملې ۶۴ تنه نارینه استادان او ۱۶ تنه ښځينه استادانې لري.

بدل اعاشه:

یاد انسټيټوټ په راون سمسټر کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دي، چې له دې جملې څخه ۶ تنه د بدل اعاشې او یو تن په لیلیه کې اوسیږي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS