د اکاډمیکو چارو مرستیال د کابل هوايي ډګر له رئیس سره وکتل

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۵ - ۱۵:۳۳
میدان هوایی

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اکاډمیکو چارو مرستيال استاد نورمحمد عزيزي د ​​کابل هوايي ډګر له رييس عبدالهادي حمدان سره وکتل.او د دواړو ادارو ترمنځ يې د همکاريو په اړه يې خبرې وکړې.

 ښاغلی استاد عزيزي د ​​ملکي هوايي چلند د انسټیټوټ زده کړیالانو ته د عملي کار د زمينې برابرولو او د دغه انستيتوت د فارغانو د کار لپاره جذب په برخه کې د کابل د هوايي ډګر چارواکو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د کابل هوايي ډګر رئيس د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د لازمو همکاريو لپاره چمتووالى څرګند کړ.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اکاډمیکو چارو مرستيال د ملکي هوايي چلند له انسټیټوټ څخه هم ليدنه وکړه او په دغه انسټيټوټ کې يې د تدريس بهير و ارزاوه.

همدارنګه ښاغلي عزیزي د ملکی هوايي چلند انسټیټوټ د امکاناتو او تجهیزاتو څخه لیدنه وکړه او د زده کړیالانو  وړاندیزونه او ستونزې یې واورېدې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس د روسیې له پلاوي سره ولیدل

نن له غرمې مخکې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد د آلتای پیداګوژیک پوهنتون له پلاوي سره لیدنه او خبرې وکړې. په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۰
Background image

د ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او د یاد ولایت د اقتصاد ریاست ترمنځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د دواړو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه. په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۶
Background image

د لغمان محبس ته علمي کتابونه او مجلې ډالۍ شوې

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د خپلو اړوندو ښوونیزو مرکزونو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ۴۴ ټوکه کتابونه او ۳۵ ټوکه علمي مجلې د لغمان ولایت د محبس آمریت ته ډالۍ. . .

BACK TO NEWS