د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو ریاست خپل کاري راپور وړاندې کړ

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۱۶ - ۱۳:۵۷
tveta123

د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداری د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رييس ښاغلی سيد عباس ايوبي خپل کاري راپور د دغه اداری مشرتابه ته وړاندې کړ.

ښاغلي ايوبی په پيل کې د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رياست لاسته راوړنو په اړه وویل چې په دې وروستيو مياشتو کې د کابل ټول انسټیټونه د يوې کمېټې له خوا ارزول شوي دي. هغه وويل، د ارزونې موخه د انسټیټونو د ستونزو حل کول دي.

د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رييس زياته کړه، چې د ارزونې پروسه به د ولايتونو په کچه ترسره شي.

هغه د زده کوونکو د نوم لیکنې د ښه کولو لپاره پلان جوړونه، د لیلیې د تنظیم لایحه  جوړول  او د زده کوونکو د درسونو د پیل طرحه ددی ریاست  له  نورو لاسته راوړنو څخه دی. ښاغلي ایوبي د عملي کار لپاره د خامو موادو کمښت او د درسي کتابونو او کارکوونکو کمښت د دې ریاست له ننګونو څخه یاد کړل.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداری مشر، مولوی غلام حيدر شهامت وويل، هغه به د دې ننګونو د حل لپاره کار وکړي.

نوموړي دغه راز د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو ریاست د پلانونو هرکلى وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۲۶
Background image

د شبکې (نېټورک) په برخه کې د وسایلو د نښلونې کیبل جوړولو عملي زده‌کړه

د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د شبکې (نېټورک) څانګې زده‌کوونکو د یو عملي جلسې په ترڅ کې د شبکې لپاره د وسایلو د نښلونې کیبل جوړولو طریقه په عملي ډول زده کړه. د اړوندې څانګې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۲۱
Background image

د ونو د لوړوالي او حجم د ټاکلو عملي زده‌کړه

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو په چوکاټ کې د ونو د لوړوالي او حجم ټاکلو طریقې په عملي ډول زده کړې. د اړوندې څانګې استاد د ځنګلونو او طبیعي سرچینو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۰:۱۴
Background image

د ودانیزو کارونو پر مهال د زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو جومات ودانولو څرنګوالي په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. یادو زده‌کوونکو د اړوندې څانګې استاد په لارښوونه د جومات ودانۍ بېلابېلې. . .

BACK TO NEWS